پنځه اکمالاتي موټر وسوځول شول
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...
8 / 7 / 1390برچسب:, :: 16:22 ::  نويسنده : همایون ذهین

 

 

پنځه اکمالاتي موټر وسوځول شول

فراه (پژواک ٧ تله ٩٠): د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه بريد په ترڅ کې پنځه اکمالاتي موټر وسوځول شول.

د لوېديځې حوزې د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي نن (د تلې ٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ غرمه مهال د ګلستان ولسوالۍ د کاروان ګاه په سيمه کې د WFP او د اناردرې د خصوصي شرکت پر اکمالاتي کاروان بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په سوځېدلو موټرو کې د خوړو د نړيوال سازمان درې او د اناردرې د خصوصي شرکت دوه اکمالاتي موټر شامل دي.

نوموړي وويل، چې پوليس د دې پېښې له خبرېدو سره سم سيمې ته ورسېدل او له طالبانو سره يې نښته رامنځته شوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې پوليسو، د کاروان ساتونکو او چلوونکو ته زيان نه دى اوښتى.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه، پژواک ته وويل، چې طالبانو، دې سيمې ته د کاروان له را رسېدو مخکې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ او يو پوليس يې ټپي کړ.

دغه عيني شاهد وويل، چې يو ساعت وروسته اکمالاتي کاروان د طالبانو تر بريد لاندې راغى، چې په پايله کې يې د ياد کاروان درې چلوونکي ووژل شول او ١٢ موټر وسوځېدل.

همدارنګه طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د طالبانو په بريد کې اوه اکمالاتي موټر سوځېدلي او څلور ساتونکي يې وژل شوي دي.

دغه اکمالاتي موټر په داسې حال کې د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا سوځول شوي، چې د تېرې مياشتې په ٢٦مه نېټه هم د دغه ولايت د دلارام–ګلستان پر لويه لاره د ايساف ځواکونو ٢١ اکمالاتي موټر په يوه ورته بريد کې وسوځول شول او اوه ساتونکي يې ټپيان شول.


 


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب